Nojoto: Largest Storytelling Platform
basheerahmad9385
  • 14Stories
  • 29Followers
  • 50Love
    0Views

Basheer Ahmad

  • Popular
  • Latest
  • Video
8a05deae982475b6dc1228f85a7054c7

Basheer Ahmad

چې لږ ښۀ يې خپل ، پردي به درنه ځار وي 
چې پرېوتي دي ګړنګ ته چا اوچت کړل 

دا چې کوم خلک مې نن په سر سورېږي 
دغه خلک پرون څۀ وو؟ ما اوچت کړل 

هم د ځان او هم د ستا په غم کښې بوښت يم 
اے!!!!!!!! غمونه مې بلها بلها اوچت کړل 

ب ش ي ر

8a05deae982475b6dc1228f85a7054c7

Basheer Ahmad

(احساس)

غونډوم لا شږو خاؤرې 
دا سپوږمئې رنړا تۀ ناست يم 
لا ماښامه تر سحاره 
په تلاش د رزق ورک يم 
هر يو کار تۀ لاندې وځم 
نۀ ورځ ګورم لګيا يم 
نۀ دا شپې پروا لرمه 
نۀ په ځان باندې مئين يم 
نۀ په خپل حال او احوال يم 
بس دا يو احساس مې وژني 
زۀ دې مړ شمه دَ لوږې 
خو چې خپل ګلاب بچې مې 
چاته زۀ مختاجه نۀ کړم

8a05deae982475b6dc1228f85a7054c7

Basheer Ahmad

تا نۀ چې مينه ځما يار نۀ کېږي
ما نۀ اوس نور ستا انتظار نۀ کېږي


يار مې وئيل اوس ليونې چرته دې
اوس مې پۀ لاره انتظار نۀ کېږي

8a05deae982475b6dc1228f85a7054c7

Basheer Ahmad

نۀ ئ زرګر نۀ ئ فنکار جوړوي 
د مات زړګې بۀ راله يار جوړوي 

ستا بې رخي او دا د بنګو پيالۀ 
زړۀ کښې دننه بۀ مې غار جوړوي 

ب ش ي ر

8a05deae982475b6dc1228f85a7054c7

Basheer Ahmad

نظم (مزدور بابا) 

    ليک او آواز 

بشير احمد بشير

8a05deae982475b6dc1228f85a7054c7

Basheer Ahmad

کۀ  تۀ  لا   ماسره    نفرت  زياتو؎ 
دا  خو  بې  واره    محبت  زياتو؎ 

کم عقله ياره  پۀ  هر  څۀ  پوهېږم 
بس دومره ده خپل اهميت زياتو؎

دا بشير زړۀ خٌسن پرست خو نۀ دې 
چې پکښې قدر دَ يو وخت زياتو؎                       ( ب ش ي ر )

8a05deae982475b6dc1228f85a7054c7

Basheer Ahmad

غم دې اوس پۀ نيمه شپۀ کښې نۀ راځي 
زړۀ  نۀ   مې   دې  ياد   قلاره  وتے   دے 

زيړ مازيګرې   او   دَ    شفق   سُرخي 
بشير  پکښې  بېخي  دَ  کاره   وتے   دے



                                      ب ش ي ر

8a05deae982475b6dc1228f85a7054c7

Basheer Ahmad

مېده باران لاس کښې بوتل دا مېخانې پۀ لوري 
مزه بۀ اوکړي چې ساقي او جانان دواړه راشي
                                 
                                       ب ش ي ر

8a05deae982475b6dc1228f85a7054c7

Basheer Ahmad

غم دې اوس پۀ نيمه شپۀ کښې نۀ راځي 
زړۀ  نۀ   مې   دې  ياد   قلاره  وتے   دے 

ګيرچاپيره  سيند  او   دَ   شفق   سُرخي 
بشير  پکښې  بېخي  دَ  کاره   وتے   دے

8a05deae982475b6dc1228f85a7054c7

Basheer Ahmad

چې  دا  بل پۀ  درد  دردېږي 
ځما ټول وجود ترې ځار دې

دا  بې ننګو  پۀ  کالۀ  کښې
نن يو بل عاشق په دار دې

مينه   کومه   مينه   وېشم
دا مې کار دا مې روزګار دې

                      ب ش ي ر

loader
Home
Explore
Events
Notification
Profile