Nojoto: Largest Storytelling Platform

که هر څومره ښه موسم دې مړه غم دى چې په ما

که هر  څومره ښه موسم   دې  مړه  غم  دى
چې  په  ما  باندې  تورتم  دې  مړه  غم  دى

دا ځل راشه  چې  لږ  ډير  سعت   له  کيښنو
دا   ديدن   راباندې  کم   دې   مړه  غم   دى

په نشو  باندې  به  ستا  هيرول   ګران   شي 
ګينې  پروت  راته  چيلم  دې  مړه  غم   دى 

ځما او ستا مينه کښې دومره قدرې فرق دى
ستا   ټوپک  ځما    قلم   دې  مړه   غم   دى

څه غربت  دې  څه  قسمت  او  بل  بې  ياره
بس ده  غم  دا  پاسه  غم  دې  مړه  غم  دى

ما ويل هيچا ته  به  نه  وايم  خپل  حال  زه
اوس  خبر  په  ما   عالم  دې   مړه  غم   دى

بشير  ځمه  دا  کاتۀ   په  بل   چا   خرڅ   کۀ
توبه  ګار  دا  ستا  دَ  چم  دې  مړه   غم  دى

                   (بشير احمد بشير)
که هر  څومره ښه موسم   دې  مړه  غم  دى
چې  په  ما  باندې  تورتم  دې  مړه  غم  دى

دا ځل راشه  چې  لږ  ډير  سعت   له  کيښنو
دا   ديدن   راباندې  کم   دې   مړه  غم   دى

په نشو  باندې  به  ستا  هيرول   ګران   شي 
ګينې  پروت  راته  چيلم  دې  مړه  غم   دى 

ځما او ستا مينه کښې دومره قدرې فرق دى
ستا   ټوپک  ځما    قلم   دې  مړه   غم   دى

څه غربت  دې  څه  قسمت  او  بل  بې  ياره
بس ده  غم  دا  پاسه  غم  دې  مړه  غم  دى

ما ويل هيچا ته  به  نه  وايم  خپل  حال  زه
اوس  خبر  په  ما   عالم  دې   مړه  غم   دى

بشير  ځمه  دا  کاتۀ   په  بل   چا   خرڅ   کۀ
توبه  ګار  دا  ستا  دَ  چم  دې  مړه   غم  دى

                   (بشير احمد بشير)